د حقوقي خدمتونو د همغږۍ پروګرام

د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن د لومړي ځل لپاره په کاناډا کې د مسلمانو ښځو لپاره د حقوقي خدمتونو د همغږۍ پروګرام پیل کړ. د دې پروګرام موخه د کاناډا مسلمانو ښځو لپاره د کلتوري پلوه د مناسب حقوقي خدمتونو همغږي کول دی چې د کورنۍ قانون د ستونزو په اړه حقوقي سلا مشورې غواړي. دا د راجع کولو یو واحد خدمت دی چې په ښکاره ډول د کاناډا مسلمانو ښځو لپاره جوړ شوی ترڅو د کاناډا او مسلمانو کورنیو قوانینو پورې اړوند پېچلتیاو له امله د دوی ځانګړي اړتیاوې پوره کړي.

د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن خوښ دی چې د کاناډا مسلمانو ښځو سره د حقوقي خدمتونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې عدالت ته د عادلانه او برابر لاسرسي په روحیه کې د دوی اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي. د دې پروژې موخه دا ده چې د کاناډا مسلمانې ښځې د کلتوري پلوه مناسبو حقوقي خدمتونو ته راجع کولو لپاره زموږ وړتیا رسمي کړي چې د کورنۍ حقوقي ستونزې هوارې کړي او د تاوتریخوالي څخه خوندي وساتي.

د حقوقي خدمتونو همغږي

د دې فورمې موخه دا ده چې زموږ د حقوقي خدمتونو د همغږۍ ټیم سره مرسته وکړي، هغه خدمتونه وپیژني چې تاسو ورته اړتیا لری او زموږ لپاره په  سمه لار ستاسو سره مرسته او لارښونه وکړي. (کېدای شي چی په دې کې هغه خدمتونه شامل وي چې دحقوقي خدمتونو په توګه نه پېژندل کیږي.)

که تاسو د نورو ستونزو لکه کور، رواني روغتیا، د خوړو بانک خدمتونو د مرستې یا راجع کولو په لټه کې یاست، مهرباني وکړئ په  info@ccmw.com یو ایمیل واستوئ.

که تاسو غواړی زموږ د حقوقي خدمتونو ټیم څخه یو چا سره اړیکه ونیسی، مهرباني وکړئ legalservices@ccmw.com ته ایمیل واستوئ یا زموږ سره د ټیلیفون له لارې په ۶۲۲-۲۲۲۱(۶۴۷) شمېره اړیکه ونیسئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا ټیلیفوني اړیکه ځینو کسانو لپاره به لګښت ولري. د خپل ټیلیفون پلان چیک کړئ ترڅو ډاډ ترلاسه کړی چې دا اړیکه ستاسو لپاره وړیا ده.

د دې لپاره چې زموږ د حقوقي خدمتونو د همغږۍ ټیم څخه یو څوک ستاسو سره اړیکه ونیسي، موږ ته د خپل نوم او شمیرې سره یو په legalservices@ccmw.com ایمیل واستوئ او موږ به ستاسو سره په اړیکه کې شو.