د هغو مسلمانو ښځو او نجونو لپاره چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی سره مخامخ دي د مرستې او خدمتونو په وړاندې د مروجو خنډونو له منځه وړل 

د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي یوه نوې پروژه پیل کړې چې نوم یې دی: د مسلمانو ښځو او نجونو لپاره د خنډونو له منځه وړل چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی سره مخامخ  دي. دا پروژه به د سیسټمیک بدلون ستراتیژي او وسیلې رامینځته کړي ترڅو هغه خنډونه له منځه ولاړ شي چې مسلمانې ښځې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی په معامله کې ورسره مخامخ دي. دا پروژه به د هغو مسلمانو ښځو لپاره چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي سره مخامخ دي د خدمتونوهمغږي هم وړاندې کړي.

موږ پوهیږو چې دا د هغو مسلمانو ښځو لپاره، چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی سره مخامخ دي، 

ننګونکی کېدای شي چې خدمتونو او مرستو ته، چې په کلتوري توګه حساس وي او د دوی پېژندنه او تجربې تاییدوي، لاسرسی ولري. 

د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن هغه مسلمانې ښځې چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی سره مخامخ  دي د خدمتونو وړاندې کونکو، سلاکارانو، روغتیاپالانو، وکیلانو او حقوقي خدمتونو سره نښلوي.

په ۱۰ کې له ۴ څخه زیاتو ښځو په خپل ژوند کې د نږدې ملګري د تاوتریخوالی یو ډول تجربه کړې. په ۲۰۱۸ کې، ۴۴ سلنه ښځو راپور ورکړی چې د دوی په ژوند کې د نږدې ملګري لخوا د رواني، فزیکي، یا جنسي تاوتریخوالي ډولونه تجربه کړي.

(د کاناډا د احصایې وزارت، ۲۰۲۱)

د هغو مسلمانو ښځو او نجونو لپاره چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي سره مخامخ دي د ملاتړ او خدمتونو په وړاندې د  مروجو خنډونو له منځه وړل

د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي یوه نوې پروژه پیل کړې چې نوم یې دی: د مسلمانو ښځو او نجونو لپاره د خنډونو له منځه وړل چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی سره مخامخ  دي. دا پروژه به د سیسټمیک بدلون ستراتیژي او وسیلې رامینځته کړي ترڅو هغه خنډونه له منځه ولاړ شي چې مسلمانې ښځې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی په معامله کې ورسره مخامخ دي. دا پروژه به د هغو مسلمانو ښځو لپاره چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي سره مخامخ دي د خدمتونوهمغږي هم وړاندې کړي.

موږ پوهیږو چې دا د هغو مسلمانو ښځو لپاره، چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی سره مخامخ دي، 

ننګونکی کېدای شي چې خدمتونو او مرستو ته، چې په کلتوري توګه حساس وي او د دوی پېژندنې او تجربې تاییدوي، لاسرسی ولري. 

د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن هغه مسلمانې ښځې چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی سره مخامخ  دي د خدمتونو وړاندې کونکو، سلاکارانو، روغتیاپالانو، وکیلانو او حقوقي خدمتونو سره نښلوي.

په ۱۰ کې له ۴ څخه زیاتو ښځو په خپل ژوند کې د نږدې ملګري د تاوتریخوالی یو ډول تجربه کړې. په ۲۰۱۸ کې، ۴۴ سلنه ښځو راپور ورکړی چې د دوی په ژوند کې د نږدې ملګري لخوا د رواني، فزیکي، یا جنسي تاو تریخوالي ډولونه تجربه کړې.

(د کاناډا د احصایې وزارت، ۲۰۲۱)


آیا تاسو د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن یوه مراجعه کونکې یاست چې د مالي بیړني حالت څخه تیریږي؟

تاسو ښایي د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن بیړني مرستې لپاره وړتیا ولری.

که تاسو د تاوتریخوالی، حقوقي لګښت یا د کوویډ-۱۹ له امله د ناڅاپه مالي ستونزو سره مخامخ یاست، د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن ستاسو سره د مرستې لپاره شتون لري. زموږ د بیړني مالي مرستي پروګرام پدې شرایطو کې د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن مراجعه کونکو لپاره بیړني مالي مرسته وړاندې کوي.

موږ هره غوښتنه د مراجعه کونکو مالي اړتیا، د وضعیت وړتیا او سختوالی پر بنسټ په پام کې نیسو.

مهرباني وکړئ د فورمې ډکولو مخکې زموږ د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن بیړني مرستې کړنلاره او طرزالعملونو څخه بیاکتنه وکړئ. که ستاسو غوښتنلیک اړوند سندونه ونلري، غوښتنلیک به په پام کې ونه نیول شي.


نو د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی څه شی دی؟

دا د ناوړه چلند ډولونه دي چې ښځې، نجونې، او دوه روح، ټرانس او ​​غیر بائنری خلک د تجربه کولو ترټولو لوی خطر کې دي. دا کولی شي فزیکي او احساساتي بڼه ولري، لکه: نوم ویل، وهل، ټکول، بندول، تعقیب او جنایي ځورونه، جنسي ځورونه او جنسي تیري، کنټرول، او لاسوهنه.  د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی کولای شي ډیری ډولونه واخلي:

 انټرنیټي

فزیکي

جنسي

ټولنیز

رواني

احساساتي، او

اقتصادي

غفلت، تبعیض، او ځورونې هم د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی ډولونه کېدای شي. د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی د مخنیوی وړ دی. – ویمن اینډ جنډر ایکوالیټي کاناډا (ډبلیو-اې-جي-اي)

سرچینې

دلته یو څو سرچینې دي چې ښایی ګټور وي.

د قضیې قانون: مهر د پامېلا کراس لخوا

ټولګه: په کورنۍ پروژه کې د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره د نارینه او هلکانو ښکېلتیا

ویبینار: د کاناډا مسلمانې ښځې پيژندنه چې د کورنۍ قانون د سلا مشورې سیمینارونه غواړي

ټولګه: د واده تړون


زموږ سره اړیکه ونیسئ


د نورو معلوماتو لپاره یا که تاسو پوښتنې لرئ، مهرباني وکړئ د د کنیډین کونسل آف مُسلم ویمن د خدمتونو وړاندې کونکي ټیم سره اړیکه ونیسئ gbv@ccmw.com یا ۶۲۲-۲۲۲۱ (۶۴۷)